د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپلو عملي زده‌کړو په موخه د اطلاعات او کلتور ریاست ته علمي سیر ترسره کړ.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۴۵
zc

دوشنبه: ۲۳/جمادی الاول/۱۴۴۶ هـ.ق

۵/قوس/۱۴۰۳ هـ.ش

۲۵/نوامبر/۲۰۲۴ م

د غزني پوهنتون او د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د لاسلیک شوي دوه اړخیزو علمي همکاریو د تړون په اساس، د یاد پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې د څلورم ټولګي محصلینو د خپلو دوتنو استادانو ښاغلي استاد پوهنمل مصطفی صفا او استاد پوهنمل نقیب الله خانېخېل په لارښوونه، د عملي زده‌کړو په موخه د اطلاعات او کلتور ریاست له تاریخي ابداتو او موزیم څخه لیدنه وکړه.

د تاریخي ابداتو عمومي مدیر حاجي اغامحمد خوشه‌زاده محلصلینو ته د غزني د تاریخي ابداتو اړوند علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې کړ. په دې سیمینار کې یې د اسلام نه مخکې دورې او د اسلام څخه را وروسته دورې تاریخي ابداتو په اړه تفصیلي معلومات یې ورسره شریک کړل.

ورپسې د موزیم عمومي مدیر د اسلامي دورې هغه تاریخي توکي محصلینو ته ورښکاره کړل، چې په دغه موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي وو. هغه د دغو تاریخي اثارو په تاریخي پس منظر هم هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

محصلینو د یاد ریاست اړوند د بهیقي کتابتون څخه هم لیدنه وکړه. د کتابتون عمومي مدیر ضیاء محمد شریفي د دغه کتابتون په تاریخي مخینه، اوسني وضعیت، او شته کتابونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

وروسته محصلینو په کتابتون کې د بېلابېلو څانګو کتابونه وکتل او زیات شمېر کتابونه یې ولوستل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي او فکري برنامو د لړۍ په دوام، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت، سیاسي بصیرت او تاریخي کارنامو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

BACK TO NEWS