غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې يو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد، پوهنمل دوکتور محمد شریف ادیب له لوري وړاندې شو، چې پرمهال یې د مونوګراف لیکنې پر بنسټیزو موضوعاتو هر اړخیزه رڼا واچول شوه؛ او محصلینو ته د علمي څېړنو د معیارونو، موضوع ټاکنې، او د معلوماتو د راټولولو پر لارو چارو تفصیلي معلومات وړاندې شول.
په ورته مهال د سمینار ګډونوالو دغه ډول پروګرامونه ګټور وبلل او ټینګار یې وکړ چې دا ډول علمي سمینارونه د دوی د څېړنیزو مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ١٣ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ١٠ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٣٠ مه
