غزني پوهنتون کې ( ۱۳۰ ) تنو محصلینو ته د کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنی کورس پیل شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۳۸
bn

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٤ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٥ ، ۲۰۲۵م 

د غزني پوهنتون د محصلینو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ټکنالوژۍ له نوې پرمختګ سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنی کورس پیل شو. په دې کورس کې ټولټال ۱۳۰ تنه محصلین د پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه ګډون کوي.
یاد کورس د محصلانو چارو معاونیت په  نوښت پیل شوی دی. چې موخه یې محصلینو ته د کمپیوټر بنسټیزو مهارتونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ ابتدایي اصولو، او د برېښنایي خدماتو عملي کارونې ور وپېژندل دي.
د یاد کورس په جوړیدو باندي محصلینو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه پروګرام تر پای ته رسېدو سره به یې د کمپیوټر په برخه کې ډیری ستونزي حل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزې مجلې د غوره کړنو او باکیفیته څېړنو د خپرولو په پایله کې د دوهمې درجې علمي اعتبار لیک ترلاسه کړ.

غزني پوهنتون علمي او څېړنیزې مجلې ته د لوړو زده کړو وزارت اړوند د څېړنې، تألیف او ترجمې ریاست له لوري د علمي معیارونو د پلي کولو، باکیفیته څېړنو د خپرولو او د اکاډمیکو اصولو د مراعتولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یولړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د علمي د چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د یادې شورا د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه. ياده ناسته د علمي او تدريسي چارو د لا پياوړتيا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د علمي چارو د ودې او لا پرمختګ په موخه نوی رئیس معرفي او رسماً یې خپلې چارې پیل کړې.

تېره ورځ غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د علمي او اداري چارو د لا پیاوړتیا او پرمختګ په موخه، نوی رئیس پوهنمل ثابت احمد باوري د رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي؛ او رسماً یې خپله دنده پیل کړه. . .

BACK TO NEWS