غزني پوهنتون کې محصلینو ته د انګلیسي ژبې دری میاشتنۍ زده کړه ییزه برنامه پای ته ورسېده.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۱۴
yp

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري محصلینو ته د انګلیسي ژبې پیل شوې درې میاشتنۍ زده کړه‌ییزه برنامه پای ته ورسېده. دغه برنامه چې د یاد معاونیت او یو خصوصي کورس د ګډو علمي همکاریو د هوکړه لیک په اساس مخته وړل کېده؛ چې پکي د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو محصلینو ګډون کړی و، چې د دریو میاشتو په موده کې یې د انګلیسي ژبې په اړوند بنسټیز او پرمختللي مهارتونه زده کړل.

په ورته مهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري وویل: چې د انګلیسي ژبې زده کړه د اوسني عصر یوه اساسي اړتیا ده. زموږ محصلین باید وتوانېږي چې نړیوالو سرچینو ته لاسرسی ولري او خپل مسلکي ظرفیتونه پیاوړي کړي. دا درې میاشتنی کورس همدغې موخې ته د رسېدو لپاره یو اغېزمن ګام و.

دارنګه محصلینو هم د د پوهنتون له رهبري او د دغه کورس له استادانو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه ډول پروګرامونه دي لا نور ورته اضافه او دوامداره شي.
باید وویل شي د دغي برنامې لپاره د دلوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوی د انګلیسي ژبې نصاب تدریس او شاو خوا پکي ۱۲۰ تنه محصلینو ګډون کړی وو. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۲ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۲ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۴
Background image

د تاریخ څانګې ۱۹ تنه محصلینو د هېواد د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو د نیږدې لیدنې په موخه بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ.

غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي، د تاریخ څانګې ۱۹ تنو محصلینو د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو د نیږدې پېژندنې او علمي مطالعې په موخه د بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سیر پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۸۴۸ زره افغانیو په ارزښت دوه مهمې پروژې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کرنې پوهنځي لپاره څېړنیز فارم شامل دی، چې په شل جریبه ځمکه جوړ شوی او د دویم فاز چارې به یې د روان کال په جریان کې پیل شي. همدارنګه، بله پروژه د غونډو عمومي تالار دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د اداري چارو د لا منظموالي، چټکتیا او ډیجیټلي کېدو په موخه، اداري کارکوونکو ته د ډیټابېس مدیریت لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

 د علمي چارو مرستیال د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال له کارکوونکو څخه د فعال او منظم ګډون غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو پراختیا د پرمختللې ادارې له. . .

BACK TO NEWS