غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو ته د علمي څېړنو د فرهنګ پېژندنې تر عنوان لاندې علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختګ آمریت له لوري؛ او په افغانستان کې د ناروي کمېټې په ملاتړ د کرنې پوهنځي استادانو ته د پیل شوی دوه ورځني سمینار په دوام نن ورځ د علمي څېړنو د فرهنګ پېژندنې تر عنوان لاندې علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د کرنې پوهنځي د علمي چارو د پیاوړتیا، د څېړنیزو فعالیتونو د ودې او د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه تنظیم شوی و، چې په کې د پوهنځي استادانو فعاله ګډون کړی و.
دغه سمینار د کرني پوهنځي د استاد پوهندوی محمد مسعود نېکنام له لوري وړاندې شو، چې پکي د علمي څېړنو پر اهمیت، د څېړنیز فکر پر پراختیا، د علمي مقالو د لیکلو پر اصولو، د څېړنو د پایلو د شریکولو پر لارو چارو او د علمي فرهنګ د رامنځته کولو پر اړتیاوو خبرې وکړې؛ او دارنګه یې د علمي څېړنو د پوهنتونونو د اعتبار، پرمختګ او د ټولنې د واقعي ستونزو د حل لپاره په بنسټیز ارزښت ټینګار وکړ.
د یادونې وړده چې یاد علمي سمینار تېره ورځ پیل او د دریو موضوعاتو په وړاندې کولو سره نن ورځ پای ته ورسېدل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۲۷ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ قوس۱۴۰۴ه ش
