غزني پوهنتون کې د حفظ، مراقبت او ترانسپورت مدیریت بست ته قاري عبدالواسع سعید معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۲:۲۰
ty

د غزني پوهنتون د اداري او خدماتي چارو د پیاوړتیا په موخه، قاري عبدالواسع سعید د حفظ، مراقبت او ترانسپورت د مدیریت د نوي مدیر په توګه رسماً معرفي او خپلي چاري  یې پیل کړې. د پېژندنې د مراسمو په غونډه کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او د دغه معاونیت  اړونده کارمندانو حضور درلود.
چې د شیخ صاحب له لوري قاري عبدالواسع سعید یاد مدیریت ته رسماً ور وپېژندل شو او په چارو کې ورته د الله تعالی ج له دربار څخه د توفیق، خیر او برکت او د ښه خدمت کولو غوښتنه وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ۲۷ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۴
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۲
Background image

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د علماء کرامو او فاضلانو څخه د عالميې او عالیې دورو شپږ ورځنۍ ازموینه په پوره شفافیت او منظمه توګه پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند تخصصاتو او دیني جامعاتو ریاست له لوري د یاد پوهنتون په کوربتوب؛ د ديني او جهادي مدارسو د علماء کرامو او فاضلانو څخه د عالمیه او عالیه دورو شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري غړو د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو او طب پوهنځي تدریسي بلاک د ترمیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ، د معاون صاحبانو او د پوهنځيو له رئیس صاحبانو سره؛ د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو د او د طب پوهنځي د تدریسي. . .

BACK TO NEWS