غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه تعالی و رعاه د فرمانونو د تدریس لړۍ پیل شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۵۷
ty

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري  اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اسلامي نظام د تطبیق، د نظم او مسؤولیت د لا پیاوړتیا، او د اسلامي اصولو د ژور درک په موخه، د عا‌لیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د فرمانونو د تدریس لړۍ رسماً پیل شوه.
د دغو درسونو د پیل پرمهال د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل د ټولو فرامینو اهمیت ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې دا فرمانونه د اسلامي نظام د بنسټونو د ټینګښت، د عدالت د تحقق، او د ټولنې د اصلاح لپاره یو غوره لارښود دی.
ښاغلي خلیل زیاته کړه چې د یادو فرمانونو تدریس نه یوازې د پوهنتون د کارکوونکو دیني بصیرت زیاتوي، بلکې د اداري چارو په سم‌پلي کولو او د بیت‌المال په امانت‌دارۍ کې هم مهم رول لري.

د فرنانونو د تدریس لړۍ به په منظم ډول دوام ومومي، او د هرې ناستې په ترڅ کې به د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د یو شمېر مهمو فرمانونو تشریح او توضیح وشي، ترڅو د اسلامي نظام لارښوونې د عمل په ډګر کې پلي شي.

په پای کې مولوي صاحب خلیل له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو عملي کولو ته ژمن پاتې شي او د اسلامي امارت د اصولو مطابق خپل کاري مسؤلیتونه ترسره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 یکشنبه، ۲۶، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۷، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې سره د آشنایي په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې پروسې د پېژندنې او عملي پلي کېدو په موخه یو ورځنی معلوماتی سمینار ترسره شو. دغه سمینار د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت لخوا تنظیم او وړاندې شو، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي دری کسیز هئیت غزني پوهنتون کې د لابراتوارونو لپاره د نویو اخیستل شوو توکو د کمیت او کیفیت څخه ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري رالېږل شوي تخنیکي او ارزونکي هیئت نن د غزني پوهنتون اړوند د لابراتوارونو د توکو د کمیت او کیفیت ارزونه ترسره کړه. دغه هیئت چې د وزارت د اړوندو برخو متخصصین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري چارو د لا ښه والې او ودې په موخه د اداري کارکوونکو ارزونه پيل شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ او ورسره هیئت چې پکي د کارکوونکو چارو آمر مولوي جلال الدین حلیمي د کارکوونکو د ارزونې عمومي مدیر. . .

BACK TO NEWS