غزني پوهنتون عمومي رئیس د محصلینو له استازو سره د هغوی د غوښتنو اوریدلو او ستونزو ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۴
aw

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د چهارشنبې په ورځ د محصلینو له استازو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه څو د هغوی غوښتنې او ستونزې له نېژدې څخه واوري.

په غونډه کې د ټولو پوهنځیو استازو ګډون کړی وو. چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شيخ صاحب ته بیان کړل. محصلینو په ځانګړي ډول د درسي سهولتونو پیاوړتیا، د تحصیلي چاپېریال ښه کولو په اړه یې خپلې غوښتنې شریکې کړې.

شیخ صاحب د محصلینو ستونزو له اورېدو وروسته د دوی وړاندیزونه مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د ټولو معقولو غوښتنو د پوره کېدو لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه چې محصلین د پوهنتون اصلي محور دی او د هغوی ستونزو ته رسیدګي د ادارې لومړیتوب ګڼل کېږي.

هغه ګډونوالو ته وویل: موږ به هڅه وکړو چې د امکاناتو په کچه د محصلینو غوښتنې پلې کړو او داسې علمي فضا رامنځته کړو چې ځوانان وکولی شي په ډاډه زړه خپل تحصیلي سفر ته دوام ورکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۶ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۴
Background image

د تاریخ څانګې ۱۹ تنه محصلینو د هېواد د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو د نیږدې لیدنې په موخه بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ.

غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي، د تاریخ څانګې ۱۹ تنو محصلینو د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو د نیږدې پېژندنې او علمي مطالعې په موخه د بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سیر پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۸۴۸ زره افغانیو په ارزښت دوه مهمې پروژې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کرنې پوهنځي لپاره څېړنیز فارم شامل دی، چې په شل جریبه ځمکه جوړ شوی او د دویم فاز چارې به یې د روان کال په جریان کې پیل شي. همدارنګه، بله پروژه د غونډو عمومي تالار دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د اداري چارو د لا منظموالي، چټکتیا او ډیجیټلي کېدو په موخه، اداري کارکوونکو ته د ډیټابېس مدیریت لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

 د علمي چارو مرستیال د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال له کارکوونکو څخه د فعال او منظم ګډون غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو پراختیا د پرمختللې ادارې له. . .

BACK TO NEWS