د مالیې وزارت څخه راغلي هیئت د غزني پوهنتون د مالي او حسابي چارو، لګښتونو، عوایدو او ترسره شوو مالي حسابونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۰
tu

غزني پوهنتون ته د مالیې وزارت څخه راغلي هیئت د مالي او حسابي چارو د ارزونې په موخه دغه پوهنتون ته سفر وکړ. یاد هیئت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پوهنتون د مالی چارو، لګښتونو، عوایدو، اسنادو او ترسره شوو حسابونو هر اړخیزه ارزونه او څېړنه ترسره کړه.
په ورته مهال د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د راغلي هیئت هرکلی وکړ او د پوهنتون د مالي او حسابي چارو اړوند یې لازم معلومات، اړونده اسناد، شواهد او راپورونه ورسره شریک؛ او په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل. چې په پایله کې د مالیې وزارت هیئت د مالي شفافیت، د بودیجې د سمې مصرفېدنې، د عوایدو د راټولولو څرنګوالي او حسابي اسنادو د ثبت او ساتنې وضعیت وارزاوه.
او د غزني پوهنتون د مالي ټیم هڅې یې وستایلې او ویې وویل چې د مالي چارو د لا پیاوړتیا لپاره به لازمې لارې چارې او وړاندیزونه هم وړاندې کړي، څو د مالي حسابونو په برخه کې نور هم موثریت رامنځته شي.
په اخېر کې شیخ صاحب د مالیې وزارت څخه د راغلي هیئت د ارزونې په موخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې پوهنتون د شفافیت، حساب ورکولو او مسؤلانه مالي مدیریت په برخه کې خپلو معيارونو ته ژمن دی.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 شنبه ، ۱۵ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۵ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۵
Background image

غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه د اړینو چارو د ترسره کولو اړوند مشورتي ناسته ترسره کړه.

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لورې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند د ۱۷مي ګڼې فرمان د تدریس لړۍ پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري٬ استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عاليقدر اميرالمومنین حفظه الله تعالی ورعاه د ۱۷ ګڼې فرمان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون عمومی رئیس د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه ليدنه او ارزونه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه او همدا راز یې د دغه کتابتون عمومي وضعیت، کاري بهیر او د محصلینو لپاره د. . .

BACK TO NEWS