د غزني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دعوت ارشاد آمریت له لوري د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي توشېح قانون او د درسي نصاب د درسونو اړوند سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۴۳
kl

دوشنبې: ٢٣/جمادی الاول/١۴۴٦ه ق

۵/قوس/۱۴۰۳ه ش

۲۵/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي توشېح شوي قانون اړوند معلومات وړاندي شول.

او ترڅنګ یې د نصاب د درسونو په دوام د زکات د پاتي برخي درسونه هم تشریح او په اړه یې ګډون کوونکو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

دغه درسونه هره دوشنبه د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري پر مخ وړل کیږي چې پر مهال یې د نن ورځي درسي موضوعاتو اړوند شوو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې سره د آشنایي په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دوره یی بیاکتنې پروسې د پېژندنې او عملي پلي کېدو په موخه یو ورځنی معلوماتی سمینار ترسره شو. دغه سمینار د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت لخوا تنظیم او وړاندې شو، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي دری کسیز هئیت غزني پوهنتون کې د لابراتوارونو لپاره د نویو اخیستل شوو توکو د کمیت او کیفیت څخه ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري رالېږل شوي تخنیکي او ارزونکي هیئت نن د غزني پوهنتون اړوند د لابراتوارونو د توکو د کمیت او کیفیت ارزونه ترسره کړه. دغه هیئت چې د وزارت د اړوندو برخو متخصصین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري چارو د لا ښه والې او ودې په موخه د اداري کارکوونکو ارزونه پيل شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ او ورسره هیئت چې پکي د کارکوونکو چارو آمر مولوي جلال الدین حلیمي د کارکوونکو د ارزونې عمومي مدیر. . .

BACK TO NEWS