غزني پوهنتون کې د نظم او ډسپلین کمېټې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د درسي بهیر د پیل لپاره د محصلینو د ټولګیو د منظم ترتیب په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲۰
hu

غزني پوهنتون کې د نظم او ډسپلین کمېټې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د درسي چارو د لا منظمولو او د محصلینو د ټولګیو د منظم ترتیب په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.
د ناستې پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته په غونډه کې د تېرو سمیسترونو د ټولګیو په برخه کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو یادونه وشوه؛ او همداراز د راتلونکې ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د درسي پلانونو، د صنفي نظم، د وخت مدیریت او د درسي انضباط د پلي کېدو او د نظم او ډسپلین کمېټې لپاره د راتلونکې ۱۴۰۵هـ ش کال د نوي کاري پلان د ترتیب ترڅنګ په یو شمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو باندې هم تفصیلي بحثونه او لازمې پریکړې ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۶ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۴ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۳ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS