غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د چارو د لاښه والې او چټکتیا په موخه د یاد آمریت د کارونو هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه.
د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د چارو د لا ښه والي، چټکتیا او د کیفیت د لوړولو په موخه د دعوت او ارشاد آمریت د چارو هراړخیزه ارزونه ترسره کړه.
په لومړي سر کې شیخ صاحب د دغه آمریت په اهمیت او ارزښت باندې هر اړخیزي خبري وکړې. وروسته یې په مختلفو برخو کې د اسنادو، پروسیجرونو، کاري پلانونو او ورځنیو فعالیتونو کتنه وکړه. د ارزونې په جریان کې د ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه هم ثبت شول او د چارو د آسانتیا لپاره نوي سپارښتنې وړاندې شوې.
په اخیر کې شیخ صاحب ټینګار وکړ چې یاد ارزونه د ادارو د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز ګام دی او د دعوت او ارشاد آمریت د کارونو په پرمختګ کې به د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړي.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي رحمت خلیل د ارزونې د پروسې ستاینه وکړه او ژمنه یې کړې چې د ښوونیزو او ارشادي خدمتونو په لا پراختیا او معیاري کېدو کې به لا زیاتې هڅې کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۶ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
