غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند دری ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو.
غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو د ګومارنې، لوړتیا، پیاوړتیا او پراختیا عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند درې ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو. په دغه سمینار کې د پوهنتون د ټولو اداري برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.
چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید، د پلان جوړونې پېژندنه ، د پلان جوړونې اصول، د پلان جوړونې ځانګړتیاوي، د پلان جوړونې موخي، د پلان جوړونې موانع، د پلان جوړونې ډولونه، راپور ورکونه، د اداري راپورونو د لیکلو اصول، د هدف ټاکلو میتودونه، د فعالیتونو د ارزونې لارې، او د شفافیت او حساب ورکونې پر معیارونو عملي او نظري ښوونې وړاندې شوې. همدارنګه د کارکوونکو د لا ښې همغږۍ او منسجم سیستم د رامنځته کولو لپاره ګټور بحثونه ترسره شول.
ګډونوالو د سمینار د محتوا ستاینه وکړه او دا یې د وړتیا لوړولو لپاره مهم وبلل. او زیاته یې کړه چې د دغه دری ورځني سمینار له لارې به د پلان جوړونې او راپور لیکنې په برخه کې نوې مهارتونه تر لاسه کړي چې په عملي کارونو کې به یې مثبتې پایلې زیاتي وي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۳ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
