غزني پوهنتون کې د داخلي ساحې، سړکونو او لارو د هوارکارۍ او اساسي رغونې رسماً چارې پیل شوې.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۴۲
gh

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۷ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۸ ، ۲۰۲۵م 

 د غزني پوهنتون د ودې او معیاري کیدو په لړ کې، د یاد پوهنتون د محوطې دننه د سړکونو او لارو د هوارکارۍ چارې نن په رسمي ډول پیل شوې.
یادې پروژې د پوهنتون د رهبرۍ، غزني ولایت مقام، استخباراتو لوی ریاست او محمدي پلي لوا په همغږۍ پلې کېږي چې د والي صاحب الحاج مولوي عبدالصمد جاوید له لوري ۳۵۰۰ لیتره تیل او د استخباراتو لوی ریاست رئیس مولوي صاحب عبدالحق وثیق له لوري د ۱۰۰۰۰ لیتره تیلو او د محمدي پلي لوا د قومندان مولوي محمد ګل خیبر له لوري د ماشنیري همکاري شوې وه چاري یې نن رسماً پیل شوې د دغو کارونو د ترسراوي موخه د محصلینو، استادانو او کارکوونکو لپاره د تګ راتګ آسانتیا، د چاپېریال ښېرازې او د تعلیمي بهیر لا ښې اسانتیاوې برابرول دي.

د دغو چارو د پیل پرمهال د غزني پوهنتون رهبرۍ د یادو مسؤلینو له هر ډول همکاریو مننه وکړه. او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام ټول مسؤلین او چارواکي خپلو چارو ته متوجه او دادی نن ورځ یې په خپل ځانګړي شفقت د تحصیلي بنسټ د پرمختګ لپاره او د هیواد بچیانو د روزنیز مرکز لپاره خپلي چارې روانې کړي دي. او ویې ویل چې د سړکونو او لارو هوارول نه یوازې د محصلینو د ورځني تګ راتګ ستونزې حلوي، بلکې د پوهنتون د ښکلا، چاپېریال ساتنې او د معیاري خدماتو په برابرولو کې هم مهم رول لري.
مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د پروژې چارې به د ټاکلي وخت په ترڅ کې په لوړ کیفیت سرته ورسېږي.

غزني پوهنتون، چې د زرګونو محصلینو د علمي روزنې کور دی، په وروستیو کلونو کې د اسانتیاوو د زیاتوالي او پرمختیايي پروژو شاهد دی. د داخلي سړکونو او لارو هوارول به د دې پراختیایي هڅو یوه مهمه کړۍ وي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS