غزني پوهنتون سره د همکارۍ او داخلي سرکونو د هوار کارۍ په موخه د محمدي پلي لوا عمومي قومندان د پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۱۸، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۱ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۲ ، ۲۰۲۵
غزني پوهنتون سره د تلپاتي همکارۍ او داخلي سرکونو د هوار کارۍ او جوړولو او د دغو چارو د پیل په موخه د غزني ولایت د محمدي پلي لوا عمومي قومندان مولوي صاحب محمد ګل خیبر د پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد پوهنتون له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په پیل کې د پوهنتون رهبري قومندان صاحب ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ له هغوی څخه د هر ډول همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنتون د پرمختګ او جوړښت په برخه کې به دغه ډول رغنیز کارونه ډیر مؤثر تمام او د پوهنتون چاپېریال ته به لا ښکلا ور وبښي. په ورته مهال د لوا قومندان صاحب هم ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په هر وخت کې له غزني پوهنتون سره هر ډول همکاريو ته چمتو ده او د پوهنتون د داخلي سرکونو او د ساحې د هوار کاري د چارو د پیل لپاره به ډیر ژر کاریدونکي ماشینري پوهنتون ته ولیږي ترڅو خپلي شته ستونزي ورباندې حل او کارونه بشپړ کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت