د غزني پوهنتون عمومي رئیس له اداري کارکوونکو سره د اداري چارو د لا منظمتیا او ستونزو ته د ژر رسیده ګي په موخه مشورتي او معلوماتي ناسته ترسره کړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۴۶

نېټې او ورځ :دوشنبه

٢٨ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

١٠ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

٣٠ ډسمبر ۲۰۲۴

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور، په مشرۍ د پوهنتون له اداري کارکوونکو سره د اداري چارو د لا ښه والي او ستونزو د ژر رسیده ګي په موخه مشورتي او معلوماتي ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د پوهنتون د اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، آمرین، مدیران او ټولو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه، چې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د غونډې د معنوي فضا د رامنځته کېدو لامل شوه.

د غونډې په ترڅ کې، د پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي منصور، پر دې ټینګار وکړ، چې وظیفه یو الهي مسؤلیت دی او ټول کارمندان باید خپلې دندې په اخلاص، ژمنتیا او د قانون د اصولو په رڼا کې ترسره کړي.

هغه زیاته کړه،چې د ادارې ښه فعالیت د پوهنتون پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري او ټولو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې په منظمه او اغېزمنه توګه ترسره کړي ترڅو اداري بهیر لا منظم او غښتلی شي.

په غونډه کې د اداري کارکوونکو ستونزې او نظریات واورېدل شول. د پوهنتون رئیس ژمنه وکړه چې د کارمندانو ستونزو ته به جدي پاملرنه وشي او د حل لپاره به اړین اقدامات ترسره شي.

د غونډې په وروستیو کې په یو شمېر نورو اړوندو او متفرقه موضوعاتو بحث وشو، ترڅو د ادارې کړنې لا اغېزمنې شي او د کارمندانو ستونزې په منظمه توګه حل شي.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده، چې د پوهنتون د پرمختګ، د کارمندانو د بریا او د هېواد د علمي پرمختګ لپاره غوښتنه وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS