غزني پوهنتون کې د کتاب لوستلو روحیې د ودې او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره شو.
د غزني پوهنتون او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا، د علمي سرچینو د پېژندنې او د کتاب لوستلو د روحیې د ودې په موخه، د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره شو.
د دغه نندارتون موخه د محصلینو او علمي کادر غړو ترمنځ د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول، د بېلابېلو علمي او څېړنیزو سرچینو معرفي کول او د علمي پوهې د کچې لوړولو لپاره د کتاب لوستلو ارزښت روښانه کول وو.
په همدې موخه جوړي شوې غونډې پرمهال د غزني پوهنتون عمومي رئیس د کتاب او مطالعې په ارزښت د خبرو ترڅنګ د اسلامي نړۍ د علماوو پر پوهې او د هغوی له لوري د لیکل شوو آثارو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ او زیاته یې کړه چې کتاب د انسان د ژوند ملګری ده؛ نو محصلین باید خپلې مطالعې او وخت ته زیاته توجه وکړي.
دارنګه د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج ملا حمید الله نثار وویل چې د دغه نندارتون موخه د محصلینو هڅول او د مطالعې د فرهنګ ژوندی ساتل دي او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپلي مطالعې لپاره باید داسي کتاب انتخاب کړي چې د دین، نظام او د ټولنې له اساساتو سره سم وي.
وروسته د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه هم د یاد ریاست له مسؤلینو مننه وکړه چې دوی د محصلینو د ظرفیت لوړونې او د مطالعې دود د پیاړتیا لپاره داسې نندارتونونه ترسره کوي او غوښتنه یې وکړه چې ټول ادارات دي له پوهنتون سره په هره برخه کې همکاري وکړي.
همداراز د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند وویل کوم څه چې نن ورځ نندارې ایښودل شوي موخه یې تجارت نه، بلکي هدف یې د علم او پوهې ترویج او پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې د غزني پوهنتون د عمومي کتابتون ترڅنګ یولسو نورو خصوصي کتابتونونو خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۲۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۲۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۱۲م
