غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د نبوي سیرت، سنتو د پیروۍ او د وظیفوي غفلت د زیانونو په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۳
rp

غزني پوهنتون کې د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني، اخلاقي او مسلکي پوهاوي د لوړولو په موخه د «د رسول الله ﷺ د مبارک ژوند، طریقې او سنتو د پیروۍ ارزښت او له شریعي اړخه د وظیفوي غفلت زیانونه» تر سرلیک لاندې دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.
دغه سمینار د علمي مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري وړاندې شو چې پر مهال یې د رسول الله ﷺ د سپېڅلي ژوند، غوره اخلاقو، امانتدارۍ، عدالت، اخلاص او د سنتو د عملي کولو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د نبوي سیرت پیروي د فردي اصلاح، ټولنیز ثبات، د کورنۍ او اداري بریا بنسټ جوړوي.
همدارنګه، د سمینار ګډونوالو ته یې د اسلامي شریعت له نظره د وظیفوي غفلت، بې‌پروايۍ او د سپارل شویو مسؤلیتونو د نه ادا کولو د دیني، اخلاقي او ټولنیزو زیانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.  او زیاته یې کړه چې امانتدارۍ، وخت ته ژمنتیا، عدالت او د وظیفوي مسؤلیتونو په سمه توګه ترسره کول د اسلامي ارزښتونو مهمې غوښتنې دي او د ادارو د پرمختګ او خلکو د رضایت لپاره بنسټیز رول لري.
نو باید خپلو مسؤلیتونو ته ښه متوجه او په منظم او د پوره اخلاص له مخي یې ترسره کړئ.

د یادونې وړ ده چې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري هم د پوهنتون ټولو مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو ته دوامداره دیني او اصلاحي برنامې ترسره کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۲/۱۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۱۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۰۲م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS