غزني پوهنتون کې د ځوان نسل فکري روزنې کتاب اخیستل شوي سیالۍ پایلي اعلان او ممتاز محصلين یې د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

gu_user1
Wed, Nov 05 2025 2:52 PM
ji

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د ځوان نسل فکري روزنې او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندې کتاب اخیستل شوې سیالۍ پایلې نن ورځ اعلان او د لوړو نمرو اخیستونکي محصلین یې د یوې ځانګړي غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
په دغه غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري ، د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه ، د پوهنځیو رئیس صاحبانو ، یو شمېر استادانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی وو. 
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 
وروسته د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي نوري د پرانېستونکې وینا په ترڅ کې د دغې سیالۍ موخه د محصلینو فکري روزنه، د هغوی د فکري او علمي ظرفیتونو لوړول، د مثبت فکر دودول او د سالم رقابت فرهنګ پیاوړی کول وبلل.
نوموړي زیاته کړه چې د ځوانانو فکري او علمي روزنه د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره بنسټیز ارزښت لري، او پوهنتون هڅه کوي د داسې پروګرامونو له لارې د محصلینو استعدادونه راویښ او تقویه کړي.
وروسته د شرعیاتو پوهنځي رئیس شیخ عبدالمنان البدر د محصلینو د نوښتونو ستاینه وکړه او وویل چې د فکري روزنې سیالۍ نه یوازې د علمي سیالیو یوه برخه ده، بلکې د ځوان نسل د فکر، منطق او تحلیل د ځواک د ودې یو اغېزمن ګام دی او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې لا نوري هڅي وکړي څو مو هیواد له نړیوالو سره د ټیکنالوژي په هره برخه کې سیال شي.
دارنګه د ممتازو محصلینو په نماینده ګې هم څو تنو محصلینو د ځوان نسل د فکري جوړښت اړوند خبرې وکړې او د داسې معنوي او فکري پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
په پای کې، د مسؤلینو له لوري لس تنه د لوړو نمرو اخیستونکې او ممتاز محصلین د ځانګړو ډالیو ،ستاینلیکونو او ترتیب شوو چپانو په وېش سره ونازول شول. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 ١٤ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ١٤ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS