غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو نوې چوکاټ د تشریح اړوند پنځه ورځني معلوماتي سمینار پای ته ورسېد.

gu_user1
Wed, Sep 17 2025 2:32 PM
po

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٤، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٦ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٨ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو ته د تضمین کیفیت  او اعتبار ورکولو نوې چوکاټ د تشریح اړوند پنځه ورځني معلوماتي سمینار پای ته ورسېدل.
د سمینار پیل د قران کریم په مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو.
ورپسې یاد سمینار د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل عزت‌الله سهاند، استاد پوهنمل زلمی سمسور، او استاد پوهنمل محمد رضايي، له لوري ګډونوالو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د نوې چوکاټ اړوند هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل او دارنګه یې د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکونې د معیارونو د تطبیق عملي لارې چارې او د پوهنځي د پرمختګ لپاره د هغوی د اهمیت په اړه مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل
ګډونوالو ته د پوهنځۍ د تدریسي کیفیت د لوړولو لپاره خپلې نظریې او وړاندیزونه هم شریک کړل. د سمینار په پای کې ګډونوالو د تضمین کیفیت د اصولو د پلي کولو ژمنه تازه کړه او یاد ګام یې د پوهنتون د علمي ودې لپاره ارزښتناک وباله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS