غزني پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه علمي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
Tue, Jun 16 2026 2:15 PM
dr

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي او فکري برنامو د لړۍ په دوام، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت، سیاسي بصیرت او تاریخي کارنامو د معرفي کولو په موخه علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
 په دغه سمینار کې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.
چې د پیل پرمهال یې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د شهید ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) ژوند، مبارزاتي مخینه، فکري ځانګړتیاوې او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره د هغه د هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ او نوموړی یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو اغېزناک، مدبر او باعزمه مشر وباله، چې د هېواد د خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره یې مهم رول ادا کړی دی.

همداراز د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی احسان الله شهامت، د شهید منصور (تقبله الله) پر ژوندانه، سیاسي لیدلوري، د هېواد د آزادۍ لپاره د هغه د مبارزې، د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د ټولنیز یووالي په برخه کې د ترسره شویو خدمتونو باندې چمتو کړی پریزیڼېشن وړاندې کړ؛ او دارنګه یې د سمینار ګډونوالو ته د هغه رهبرۍ ځانګړنې بیان کړې چې د ستونزمنو شرایطو پر مهال یې د اسلامي امارت د صفونو په انسجام، مبارزې او د هغه د خپل زعامت پر مهال له بېلابېلو ننګونو سره په حکمت، صبر او قوي مدیریت مقابله کولو او د اسلامي نظام د اهدافو د تحقق لپاره یې نه ستړې کېدونکو هلو ځلو باندې یې معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړده چې د هیواد په زیاتره پوهنتونونو کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله په ژوند، کارنامو او د ده په سیاسي کړنو باندې ورته علمي سمینارونه دائر شوي ؤ. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۲۶ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۶ م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS