د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
Thu, May 21 2026 10:24 AM
de

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه. دغه ارزونه د تدریسي بهیر، اداري فعالیتونو، محصلانو ته د خدماتو وړاندې کولو، د کیفیت د لوړوالي، او د پوهنتون د عمومي کاري وضعیت د ښه والي په موخه ترسره شوه.
یاد هیئت د پوهنتون د ریاست مقام په شمول د څلور ګونو معاونیتونو او ټولو پوهنځیو او اداري څانګو ارزونه ترسره او د ارزونې پرمهال یې له اړوندو مسؤلینو سره لیدنې وکړې او د شته امکاناتو، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه یې معلومات راټول کړل.
وروسته له ارزونې، د هیئت له لوري د ارزونې پایلې او سپارښتنې د غزني پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې او د غزني پوهنتون د رهبرۍ کړنې یې وستایلې او زیاته یې کړه چې دغه پوهنتون په علمي برخه کې زیاتې لاسته راوړنې درلودې؛ او همداراز یې د پوهنتون له رهبرۍ هر اړخیزه مننه وکړه چې د ارزونې پرمهال یې له دوی سره منظم او پر وخت اسناد او شواهد شریک او غوره مېلمه پالنه یې وکړه.
په ورته مهال د پوهنتون مسؤلینو د هیئت له ارزونې هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د چارو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره به لا خپلو هڅو او کوششونو ته ادامه ورکوي.
د یادونې وړده چې د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې دا لړۍ د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د علمي کیفیت د لوړولو، روڼتیا او اغېزمن اداري نظام د پیاوړتیا په موخه دوام لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
پنج شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۴هـ.ق
۱۴۰۵/۰۲/۳۱هـ.ش
۲۰۲۶/۰۵/۲۱م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS