غزني پوهنتون کې استادانو ته د اسلامي مدیریت اصول او په ادارې کارونو باندې د هغوی اغېزو ته د کتنې تر عنوان لاندې یو ورځنی ښونیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لورې د ټولو پوهنځیو استادانو ته د اسلامي مدیریت د اصولو او په ادارې کارونو باندې د هغوی اغېزو ته د کتنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښونیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد شیخ محمد نسیم راشد له لورې وړاندې شو چې پرمهال يې استادانو ته د اسلامي نظام دندې او مسؤلیتونه،د اسلامي مدیریت اصول، رښتینولۍ، شفافیت او د مساواتو اړوند یې هر اړخیز معلومات ورسره شریک کړل.
د سمینار په پای کې استادانو وویل چې د نني معلوماتي سمنیار محتوا ډیره په زړه پوري وه؛ او د ادارې د مدیریت په اړه يې نوی لیدلوری او مفاهیم ورڅخه یاد کړل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه:چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۱۵ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۱۳ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۴ مه
