غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه ( په اسلامي شریعت کې معاملات) تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه ترسره شوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۵
cty

غزني پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په اسلامي شریعت کې د معاملات تدریسي مضمون د لومړۍ برخې ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
دغه تدریسي نصاب چې د دعوت او ارشاد آمریت د مبلیغ مولوي میرزا محمد مطمئین له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اونۍ په معلومو ورځو کې تدریس کېده د لومړۍ ربعي او د یاد کتاب د لومړۍ برخې له ختم سره سم یې نن ورځ عمومي ازموینه واخیستل شوه. 
په دغه ازموینه کې یو شمېر اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی وو چې بهیر یې په منظم ډول او د ټاکل شويو اصولو سره سم ترسره شو. د ازموینې له بهیر څخه د دعوت او ارشاد آمریت مسوولینو له نږدې څارنه وکړه او د شفافیت، نظم او انضباط بشپړ خیال وساتل شو.
د یادونې وړ ده، چې غزني پوهنتون د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه ورته پروګرامونه په دوامداره توګه عملي کوي، څو یو سالم، باوري او د اسلامي اصولو پر بنسټ اداري سیستم رامنځته شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ۱۶ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۶ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۸
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د اسلامي مدیریت اصول او په ادارې کارونو باندې د هغوی اغېزو ته د کتنې تر عنوان لاندې یو ورځنی ښونیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لورې د ټولو پوهنځیو استادانو ته د اسلامي مدیریت د اصولو او په ادارې کارونو باندې د هغوی اغېزو ته د کتنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښونیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

غزني ولایت مقام کې د همغږۍ ګمېتې د پرېکړې په اساس د ۱۴۰۵ هـ ش کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین مراسم به په غزني پوهنتون کې ترسره شي.

نن ورځ په غزني ولایت مقام کې د همغږي کمېټې د ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د ټولو ریاستونو د مسؤلینو د ګډون ترڅنګ د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسولینو په حضور کې پیل شوې.

غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسؤلینو په حضور کې پیل شوې.

په ورته مهال د. . .

BACK TO NEWS