د غزني پوهنتون عمومي رئیس د یاد ریاست اړوند کارکوونکو سره د پېژندنې او د چارو د همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۱۷
io

تېره ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد ریاست اړوند، کارکوونکو سره د پېژندنې او د کارونو د لا ښه تنظیم، مدیریت او همغږۍ په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.
په یاده غونډه کې چې د عمومي ریاست اړوند کارکوونکو، برخوالو او مسؤلینو په حضور کې جوړه شوې وه، عمومي رئیس د ریاست د فعالیتونو د شفافیت، سرعت او اغېزمنتیا په اړه مهمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د کارکوونکو د هڅو قدرداني وکړ؛ او زیاته یې کړه چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره ګډ کار، مسلکي چلند او د مسؤلیت احساس اړین دي.
همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د اداري چارو د سمون لپاره به لازمې اسانتیاوې برابروي او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې د نظم، حاضرۍ او مسلکي ادابو په پوره رعایت سره د پوهنتون د چارو په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

په ناستې کې د کارکوونکو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او د کار د بهبود لپاره نظریات وړاندې کړل. عمومي رئیس د دغو وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ وویل چې د هرې برخې غوښتنې به په پلانیز ډول تعقیب او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۵ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۸
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د اسلامي مدیریت اصول او په ادارې کارونو باندې د هغوی اغېزو ته د کتنې تر عنوان لاندې یو ورځنی ښونیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لورې د ټولو پوهنځیو استادانو ته د اسلامي مدیریت د اصولو او په ادارې کارونو باندې د هغوی اغېزو ته د کتنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښونیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

غزني ولایت مقام کې د همغږۍ ګمېتې د پرېکړې په اساس د ۱۴۰۵ هـ ش کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین مراسم به په غزني پوهنتون کې ترسره شي.

نن ورځ په غزني ولایت مقام کې د همغږي کمېټې د ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د ټولو ریاستونو د مسؤلینو د ګډون ترڅنګ د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسولینو په حضور کې پیل شوې.

غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې په رسمي ډول د یاد ریاست د تنظیف او سرسبزۍ او د پوهنتون د مسؤلینو په حضور کې پیل شوې.

په ورته مهال د. . .

BACK TO NEWS