غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ترمنځ د روغتیا، ورزشي روحیې، یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د فوټبال څلور ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۲
bu

قمري نېټه: محرم الحرام  ۵، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۰، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه:  جولای ۱، ۲۰۲۵م

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د شپږګونو پوهنځیو د محصلینو  ترمنځ د فوټبال څلور ورځنۍ سیالۍ په رسمي ډول پیل شوې. په دغو سیالیو کې د بېلابېلو پوهنځیو اتو ټیمونو ګډون کړی، چې هدف یې د محصلینو ترمنځ د روغتیا، ورزشي روحیې، یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده.

د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د محصلانو چارو سرپرست مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼي د ورزش اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې ورزش نه یوازې فزیکي روغتیا تضمینوي، بلکې د زغم، همکارۍ او مشرتابه مهارتونه هم پیاوړي کوي. دا ډول سیالۍ د محصلینو ترمنځ مثبت رقابت رامنځته کوي او د پوهنتون فضاء لا ښکلې کوي؛ او زیاته یې کړه چې د  پوهنتون رهبري هڅه کوي چې د نورو لوبو لکه والیبال او کرکټ لپاره هم سیالۍ تنظیم کړي، ترڅو د محصلینو ورزشي استعدادونه نور هم وغوړېږي.

د سیالیو لومړۍ لوبه د ژبو، ادبیاتو  او ښوونې او روزنې پوهنځیو ترمنځ ترسره شوه.

په ورته وخت کې، محصلین له دې نوښت څخه هرکلی کوي او وایي چې دا ډول فعالیتونه نه یوازې د دوی د ذهني فشارونو کمولو کې مرسته کوي، بلکې د ملګرتیا او همکارۍ فضا هم رامنځته کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۶
Background image

غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلينو ته د انساني خلقت مقصد او انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندي علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري ګڼ شمېر محصلینو ته د انساني خلقت مقصد او د انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندې  علمي سمینار ترسره شو. یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي د استاد شیخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

غزني پوهنتون کې د ځوان نسل فکري روزنې کتاب اخیستل شوي سیالۍ پایلي اعلان او ممتاز محصلين یې د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د ځوان نسل فکري روزنې او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندې کتاب اخیستل شوې سیالۍ پایلې نن ورځ اعلان او د لوړو نمرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

تیره ورځ د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او اکادمیکو همکاریو هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د مسؤلینو له لوري لاسلیک شو.
په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS