د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د علمي شورا غونډه ترسره او په يولړ مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۵۵
ah

چهارشنبه: ۱۵/ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ش

۲۸/وږی/۱۴۰۳ه.ش

۱۸/سیپټمبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د علمي شورا غونډه د یاد پوهنځي په ریاست مقام کې د دغه پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهنمل ګل حبیب حنفي تر مشري لاندي ترسره چې پکي په یولړ مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې. په غونډه کې د ښاغلي حنفي ترڅنګ د شورا ټولو غړو شتون درلود. ننۍ ناسته له اجنډا سره سم د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو پیل وروسته د روان خزاني سمیستر له درسي بهیر څخه د ياد پوهنځي د آمرینو وخت په وخت نظارت او کتنه، د مونوګرافونو د دفاع نېټې معلومول، د دغه پوهنځي د کتابتون د غني کولو لپاره د لیستونو ترتیب او چمتو کولو، همدارنګه د کمېټو د غړو همکاري په خپل منځ کې، د دوو تنو استادانو د علمو رتبو د ترفیع لپاره د موضوع تائید او دوسیې برابرول، او د پوهنځي د هري څانګي د ستراتیژیکو پلانونو برابرول، او نورو متفرقه موضوعاتو خبري اتري وشوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۶
Background image

غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلينو ته د انساني خلقت مقصد او انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندي علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري ګڼ شمېر محصلینو ته د انساني خلقت مقصد او د انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندې  علمي سمینار ترسره شو. یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي د استاد شیخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

غزني پوهنتون کې د ځوان نسل فکري روزنې کتاب اخیستل شوي سیالۍ پایلي اعلان او ممتاز محصلين یې د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د ځوان نسل فکري روزنې او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندې کتاب اخیستل شوې سیالۍ پایلې نن ورځ اعلان او د لوړو نمرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

تیره ورځ د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او اکادمیکو همکاریو هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د مسؤلینو له لوري لاسلیک شو.
په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS