د غزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د عملي وړتیاوو د لوړولو، د نوې ټکنالوژۍ او علمي تجربو د ترلاسه کولو په موخه بلخ پوهنتون ته پیل کړی شپږ ورځنی علمي سیر په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
د غزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ۲۴ تنه محصلینو د عملي وړتیاوو د لوړولو، د نوې ټکنالوژۍ او علمي تجربو د ترلاسه کولو په موخه بلخ پوهنتون ته شپږ ورځنی علمي سیر ترسره کړ چې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د یاد علمي سفر په ترڅ کې محصلینو د بلخ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له بېلابېلو علمي، تخنیکي او څېړنیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د معلوماتي ټکنالوژۍ، پروګرام جوړونې، شبکو او عصري کمپیوټري سیستمونو په اړه یې عملي او نظري معلومات ترلاسه کړل. همدارنګه، دوی د متخصصینو او استادانو له تجربو څخه ګټه واخیسته او د خپلو علمي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره یې ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړې.
د دې سفر موخه د محصلینو د علمي کچې پراخول، د نظري زده کړو او عملي تجربو ترمنځ د اړیکې پیاوړتیا، او د راتلونکو مسلکي فعالیتونو لپاره د هغوی چمتو کول وو. ګډونوالو دغه سفر ګټور وباله او څرګنده یې کړه چې دا ډول علمي پروګرامونه د زده کړو د کیفیت په لوړولو او د محصلینو د ظرفیتونو په وده کې مهم رول لري.
د یادونې وړده چې د محصلانو چارو معاونیت د ټولو پوهنځیو د محصلینو لپاره مخلتفو ولایتونو ته علمي سفرونه تنظیم کړي چې د پلان له مخي به ترسره شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه
۱۴۴۷/۰۱/۰۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۰۳ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۲۴ م
