غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
qw

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خليل شامل ؤ، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د پنځو فرامينو سلګونه ټوکه مجموعه د عامه پوهاوي په ورکولو سره ووېشله، یاده جریده د ټولنیز ژوند او ورځنیو کړنو یوه مهمه برخه ګڼل کیږي او هدف یې د محصلینو په منځ کې د دیني، ټولنیزو او اخلاقي ارزښتونو د ترویج او پوهاوي زیاتول دي.
د دغي جریدې د توزیع پر مهال عمومي رئیس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو په اهمیت او اړتیاؤ خبري وکړې او زیاته یې کړه چې باید دغه فرامین ټول په خپل ورځني او شخصي ژوند کې عملي کړو.
همدا راز د محصلانو چارو مرستيال ټولو محصلينو ته د تشويق او ترغيب ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې ټول محصلين بايد په پوره اخلاص او ديانت سره د عالیقدر امیرالمؤمنین پېيلي ملغلري يادي او سيالې ته ځانونه آماده کړي.
په ورته مهال محصلینو هم د دغي چاري تود هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دوی به دغه جریده په منظمه توګه ولولي او په خپلو ورځنیو چارو او په ژوندانه پوري اړوند برخو کې به یې عملي کړي.
د یادونې وړ ده چې د محصلینو ترمنځ د سالم رقابت په موخه د محصلانو چارو معاونیت د یادې جریدې سیالۍ په لاره اچولې چې په نیږدې راتلونکې کې به ترسره شي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
پنج شنبه 
۱۴۴۷/۱۲/۲۵هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۲۱هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۱م

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي او فکري برنامو د لړۍ په دوام، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت، سیاسي بصیرت او تاریخي کارنامو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

BACK TO NEWS