غزني پوهنتون کې د مدیره هئیت له لوري د علماوو او فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې دورو ازموینې د منظم او شفاف ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۲۰:۲۹
dr

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ چې پکې د ولایت مقام استازي، د علماوو شورا رئیس صاحب، د جهادي مدرسې استازي، د پوهنې ریاست رئیس صاحب او د پوهنتون معاون صاحبانو په شمول مدیره هیئت له لوري د علماوو او فاضلانو څخه د عالیې او عالمیې دورو ازموینې د منظم او شفاف ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن کریم په مبارکو ايتونو سره وشو.
ورپسې یاد هیئت د ازموینو د څرنګوالي، د صحنو د ځایونو ترتیب، د ازموینې معیارونو، د ګډونوالو د اسانتیاوو او د شفافیت د تأمین پر مهمو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول.
د مدیره هئیت غړو په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ چې د عالیې او عالمیې دورو ازموینې باید د اسلامي او علمي اصولو، عدالت او شفافیت په رڼا کې ترسره شي، څو مستحق علمأ کرام او فاضلان وکولای شي په عادلانه فضأ کې خپله علمي وړتیا وښيي.
همدارنګه، په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ازموینو د ښه تنظیم لپاره باید د ازموینو له صحنو څخه یاد هیئت وخت په وخت له نږدې نظارت او څارنه وکړي ترڅو د هر ډول احتمالي ستونزو مخنیوی وشي.

د غزني پوهنتون مشرتابه دا ناسته  د عالیې او عالمیې دورو ازموینو د بریالي ترسراوي په لور یو مهم ګام وباله او ډاډ یې ورکړ چې پوهنتون به د علمي ارزښتونو د پیاوړتیا او د علماوو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 دوشنبه ، ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS