غزني پوهنتون کې د علمي څيړنو کمېټې ناسته ترسره. او په پوهنتون کې د ترسره کیدونکې ملي کنفرانس د مقالو ارزوونې او یوشمیر نورو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۸:۵۸
bj

ورځ: دوشنبه
  ذالحجه ۲۶ مه، ۱۴۴۶ هـ.ق  
سرطان ۲ مه، ۱۴۰۴ هـ.ش
 جون ۲۳ مه، ۲۰۲۵ م.

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د علمي څيړنو کمېټې د روان ١٤٠٤ه.ش کال دریمه ناسته ترسره شوه. او په یو شمېر اړینو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې. 
دغه ناسته د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال پوهندوی احسان الله کامران په مشرۍ ترسره شوه.
چې پکې د ملي کنفرانس لپاره د مقالو د ارزونې، د څیړنیزو مقالو د پایلو د شریکولو او د علمي کادر غړو د علمي کنفرانسونو د ارزونې تر څنګ په یو شمیر نورو موضوعاتو باندې بحث ترسره شو او په اړوندیې لازمې پریکړې او تصمیمونه ونیول شول.
ناسته په دعایې پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵۵
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې یا محصل محوري روزنیز سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې؛ او محصل‌محوري تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د یاد پوهنځي له لوري محصلینو ته جوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټي، حکم او د تعصب زیانونو اړوند علمي او دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د “شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټې، شرعي حکم او د تعصب زیانونه” تر سرلیک لاندې علمي او دیني سمینار ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح او پوهاوي درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پای ته ورسېد.

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح، پوهاوي او عملي تطبیق په موخه جوړ شوی درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
دغه. . .

BACK TO NEWS