غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره او د لیلیې د محصلینو لپاره د صحي خدماتو د اماده کولو ترڅنګ په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۴۳
ty

د غزني پوهنتون رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه؛ چې پکې د محصلینو د هوساینې، تدریسي چارو د پیاوړتیا او اداري خدمتونو د تنظیم په ګډون پر ګڼو مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پرېکړې ترسره شوې.
د ناستې پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

وروسته ښاغلي محسن د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د قرآني آیت په ذکر کولو سره په چارو کې د مشورې کولو او د کارونو په ترسره کولو کې د همغږۍ اړوند خبري وکړې. او دارنګه یې د تیري رهبري شورا پریکړو ته د اطمینان د حاصیلېدو په موخه لنډه کتنه وکړه.

وروسته د نوي اجنډا سره سم د پوهنتون د دروزاې د لوحې د لوړو زده کړو وزارت د تائید شوي چوکاټ په اساس ترتیبول، د کارکوونکو لپاره د ترانسپورتي خدماتو برابرولو، په لیلیه کې د مېشت محصلینو لپاره د صحي خدماتو برابرولو ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو متفرقه موضوعاتو د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې.
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۲ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۲ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS