غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې ناسته ترسره؛ او د پوهنځیو دوره یې بیا کتنې، ځان ارزونې او کلنۍ څارنې سربیره په یو لړ موضوعاتو بحث او په اړوند یې لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۵۵
af

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۹، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۲۴، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۱۵، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت عمومي کمېټې ناسته د تضمین کیفیت د بهیر د لا پیاوړتیا، د زده‌کړو د کیفیت ارزونې او د علمي چارو د لا پرمختګ په موخه تر سره شوه. 
د ناستې پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د علمي چارو مرستیال، مولوي محمد حیدر حمزه، د ناستې پرانیسته وکړه او د تضمین کیفیت ارزښت ته په اشارې سره یې وویل: "د معیاري تحصیل بنسټ د کیفیت ارزونې او تضمین ته متکي دی. موږ ژمن یو چې د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو کیفیت د نړیوالو معیارونو مطابق لوړ وساتو."
وروسته د کمېټې غړو د تیرې ناستې د لاسته راوړنو ارزونه، د موجودو ستونزو تحلیل، او د راتلونکو اقداماتو لپاره عملي پلانونه شریک او وڅېړل.
دارنګه یې د اجنډا سره سم د پوهنځيو دوره یې بیا کتنې، ځان ارزونې، کلنۍ څارنې، د اصلي کمېټو د ارزونې راپورونه او د هغوی د قوت او کمزورو نقطو روښانه کول، د ټولو پوهنځیو د تضمین کیفیت فرعي کمېټو د کړنو د ارزونې لپاره د هیئت د تعیین ترڅنګ  ګډونوالو د اصلاح غوښتونکو وړاندیزونو، موجودو ننګونو، او د دوامداره پرمختګ لپاره د کړنلارو پر اړه رغنده بحثونو ترڅنګ په متفرقه مسائلو خبري اتري وکړې او په اړوند لازمي پریکړي تر سره شوې.
غزني پوهنتون د هېواد له مهمو علمي بنسټونو څخه دی، چې د کیفیت لوړتیا ته ژمنتیا یې د زده‌کړو په کچه مستقیم اغېز لري. دا ډول ناستې د معیاري تحصیل او باور وړ ارزونې لپاره مهم بنسټونه جوړوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵۵
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې یا محصل محوري روزنیز سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې؛ او محصل‌محوري تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د یاد پوهنځي له لوري محصلینو ته جوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټي، حکم او د تعصب زیانونو اړوند علمي او دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د “شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټې، شرعي حکم او د تعصب زیانونه” تر سرلیک لاندې علمي او دیني سمینار ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح او پوهاوي درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پای ته ورسېد.

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح، پوهاوي او عملي تطبیق په موخه جوړ شوی درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
دغه. . .

BACK TO NEWS