غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور د لوړو زده کړو وزارت له څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست سره د انلاین کنفرانس له لارې شریک کړل.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۵۶
vb

قمري نېټه: ربیع الثاني ،٤، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٧ ، ۲۰۲۵م 

د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼي د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوي انلاین کنفرانس کې د یاد معاونیت د مهمو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.
په دغه غونډه کې چې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د څېړنو او علمې مجلې معاونیتونو مرستیالانو، آمرینو، څېړونکو او د لوړو زده کړو وزارت اړوندو مسئولینو برخه اخیستې وه، د غزني پوهنتون استازي د تېر یو کال په ترڅ کې د څېړنو د ودې، علمي مقالو د خپرولو، او د علمي مجلې د معیار لوړولو په برخو کې ترسره شوي کارونه تشریح کړل.
ښاغلي میاڼي زیاته کړه چې د غزني پوهنتون څېړنیزې پروژې د علمي معیارونو د پیاوړتیا او د استادانو او محصلینو د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو لپاره ګټورې پایلې درلودلې او پلان لري چې په دغه برخه کې لا نوري مهمي کړني ترسره کړي. 
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست د غزني پوهنتون د هڅو ستاینه وکړه او د نورو پوهنتونونو لپاره یې د الهام وړ وباله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

د غزني پوهنتون عمومي رئیس د تدریسي او اداري چارو د منظموالې او چټکتیا په موخه د پوهنځیو او اداري کارکوونکو له حاضریو څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د پوهنتون د علمي او اداري چارو د ښه تنظیم، د کارکوونکو د حاضریو ارزونې او د تدریسي بهیر د لا ښه والي په موخه د پوهنتون د ټولو پوهنځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۲۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه. دغه ارزونه د تدریسي بهیر، اداري فعالیتونو، محصلانو ته د خدماتو وړاندې کولو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.

 غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.
د یاد نصاب تدریس د دعوت ارشاد آمريت مبلغ مولوي محترم نظر محمد. . .

BACK TO NEWS