د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د دغه پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو د طهارت برخي تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۳:۲۱
fd

یکشنبه: ۱۲ / ربیع الاول/۱۴۴۶ه.ق

نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو د طهارت برخي تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه ازموینه کې د پوهنتون ټولو اداري او خدماتي کارکوونکو شتون درلود پر مهال یې د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر له دغو کارکوونکو څخه د منني ترڅنګ خوشحالي څرګنده کړه او ویې ویل چې ټول کارکوونکي پر خپل وخت دغو درسونو ته راغلي او په یادو درسونو کې یې فعاله ګډون کړی او همدارنګه یې ورڅخه غوښتنه وکړه چې د خپلو اداري کارونو ترڅنګ دغو درسونو ته هم لا نوره توجه وکړي او وخت په وخت یې تعقیب کړي.

 

ssd

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS