د غزني پوهنتون استادانو ته په لیکنو او مقالو کې، د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۵۸
az

ورځ: یکشنبه

شعبان المعظم ١٧ مه، ۱۴۴٦ه ق

سلواغې ٢٨ مه، ۱۴۰٣ه ش

فبروري ١٦ مه، ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د استادانو لپاره په لیکنو، مقالو او تیزسونو لیکلو کې د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د علمي مجلې عمومي مدیر ښاغلي احمد شاه تکل وړاندې کړ، چې پکې یې د Turnitin سافټویر پیژندنه، تاریخي مخینه، او د دې سافټویر د کارونې ګټې او موثریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د سیمینار موخه د استادانو د علمي اثارو د اصالت ساتنه، د ادبي غلا مخنیوی، او په نړیوالو معیارونو برابرې څیړنې ترسره کول وو. ګډونوالو د سافټویر د ګټو په اړه مفصل معلومات تر لاسه کړل او د عملي کارونې په اړه یې پوښتنې وکړې.

چې وروسته د څېړنو او علمي مجلې معاون پوهنمل عبدالمتین "میاڼي" له لوري په دغه سافټویر کې د یوزر اکاونټ جوړولو برخه عملاً تشریح او اړوندو استادانو او مسؤلو کسانو ته یې پکې اکاونټونه جوړ کړل.

دغه علمي غونډه د غزني پوهنتون د څیړنو د کیفیت لوړولو په لاره کې یو اغېزمن ګام ګڼل کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵۵
Background image

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې یا محصل محوري روزنیز سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د پایلو پر بنسټ ښوونې او روزنې؛ او محصل‌محوري تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د یاد پوهنځي له لوري محصلینو ته جوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټي، حکم او د تعصب زیانونو اړوند علمي او دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د “شرعي حلې (اسلامي جامې) ګټې، شرعي حکم او د تعصب زیانونه” تر سرلیک لاندې علمي او دیني سمینار ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح او پوهاوي درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پای ته ورسېد.

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور ورکونې د نوي چوکاټ معیارونو د تشریح، پوهاوي او عملي تطبیق په موخه جوړ شوی درې ورځنی علمي او معلوماتي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
دغه. . .

BACK TO NEWS