غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې کمېټې د راتلونکي کال لپاره په پوهنتون کې د شنو ساحو د جوړولو او پراخوالي په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ الحدیث عبدالهادی ذوالهادي د چاپېریال ساتنې کمېټې له غړو سره د راتلونکي کال لپاره په پوهنتون کې د شنو ساحو د جوړولو او پراخوالي په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې ښاغلي ذوالهادي د پوهنتون په کچه د سالم او پاک چاپېریال د رامنځته کولو، د شنو ساحو د پراختیا او منظم مدیریت، په اړه خبرې وکړې.
په ناسته کې د یادې کمېټې غړو د راتلونکي کال لپاره د شنو ساحو د جوړولو او پراخوالې په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل، چې پکې د د نویو نهالانو کېنولو کمپاینونه، د محصلینو او کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه، د پوهنتون د انګړ پاک ساتلو منظم پلان، او د ککړتیا د مخنیوي لپاره همغږي کړنلارې شاملې وې.
دارنګه پرېکړه وشوه چې د کمېټې غړي به د مشخص مهالوېش له مخې خپل فعالیتونه تنظیموي، اړوند فرعي ټیمونه به جوړېږي او د ترسره شوو چارو راپورونه به په منظم ډول د مالي او اداري چارو معاونیت ته وړاندې کېږي، څو د پوهنتون د چاپېریال ساتنې چارې لا اغېزمنې، منظمې او دوامدارې پر مخ ولاړې شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۶ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۵ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۴ مه
