د غزني پوهنتون عمومي رئیس د شپږګونو پوهنځيو د استادانو او کارکوونکو د حاضریو له بهیر څخه د کنټرول په موخه نظارت او څارنه ترسره کړه.

gu_user1
Sat, Feb 07 2026 2:29 PM
yu

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د پوهنتون د ورځنیو چارو او اداري نظم د لا ښه والي په موخه د شپږګونو پوهنځیو د استادانو او کارکوونکو له حاضریو څخه د ارزونې او کنټرول په موخه څارنه ترسره کړه.
په دغه څارنه کې، چې د پوهنتون د علمي او اداري انضباط د ټینګښت په موخه ترسره شوه، رئیس صاحب د هر پوهنځي د حاضریو د ثبت پروسه له نیږدې وکتله او څرګنده یې کړه چې د نظم، وختي حاضری او مسلکي ژمنتیا رامنځته کول د پوهنتون د پرمختګ او د زده‌کړې د کیفیت د لوړوالي لپاره بنسټیز ارزښت لري. هغه زیاته کړه:استادان او کارکوونکي د پوهنتون علمي بنسټ جوړوي، او د هغوی پر وخت حضور او مسلکي مسؤلیت د زده‌کړې فضا پیاوړې کوي.
همدارنګه، نوموړي اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د حاضریو سیستم باید په دوامداره توګه وڅارل شي، څو د نظم او عدالت اصل وساتل شي.
غزني پوهنتون د هیواد له مهمو علمي مرکزونو څخه دی چې د لوړ کیفیت زده‌کړو د وړاندې کولو ترڅنګ، د اداري شفافیت او علمي نظم د ټینګښت لپاره عملي ګامونه اخلي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۱۹ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۱۸ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۷ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS