غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوو څانګو ( معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونو) لپاره نوي آمرین معرفي او رسماً یې خپلي چاري پیل کړې.

gu_user1
Mon, Jan 05 2026 2:31 PM
nl

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې آمریت لپاره پوهنیار فرید احمد درمل او د معلوماتي سیستمونو څانګې آمریت لپاره نوماند پوهنیار نورالله آرین د نویو آمرینو په توګه رسماً معرفي شو. په دغه مراسمو کې د ياد پوهنځي رئیس ،استادانو اواداري کارکوونکو ګډون کړي وو.
چې پکي د دغه پوهنځي رئیس پوهندوی عبدالمتین میاڼي د نویو آمرینو مسلکي وړتیاوې وستایلې او نوموړو ته یې په نوې دنده کې د لا برياوو هیله څرګنده کړه. همدارنګه یې د پخوانيو آمرینو له هڅو څخه مننه وکړه او د هغوی خدمتونه یې وستایل.
په ورته مهال یادو شویو آمرینو هم ژمنه وکړه چې د دغو څانګو د علمي کچې د لوړولو، د محصلینو د ظرفیت د پراخولو او د تدریسي او تحقیقي چارو د ښه‌والي لپاره به جدي هڅې کوي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړو دوو آمرینو د معرفي کېدو موخه د کمپیوټرساینس پوهنځي د علمي او اداري چارو لا ښه تنظیم او پرمختګ بلل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱۵ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۵ جدې۱۴۰۴هـ ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS