غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د علمي چارو د ودې او لا پرمختګ په موخه نوی رئیس معرفي او رسماً یې خپلې چارې پیل کړې.

gu_user1
Sun, Dec 21 2025 2:43 PM
nl

تېره ورځ غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د علمي او اداري چارو د لا پیاوړتیا او پرمختګ په موخه، نوی رئیس پوهنمل ثابت احمد باوري د رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي؛ او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د ښاغلي باوري د پيژندنې غونډه د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د استادانو چارو آمر پوهنمل نقیب الله حقاني او د تضمین کیفیت آمر پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند او د یاد پوهنځي استادانو په حضور کې ترسره شوه.
 په ورته مهال ښاغلي حمزه د نوي رئیس ټاکنه د کرنې پوهنځي د علمي، څېړنیزو او مسلکي فعالیتونو د ودې په لور یو مهم ګام وباله او دارنګه یې د پخواني رئیس له هڅو او لاسته راوړنو مننه وکړه او نوي رئیس ته یې د دندې مبارکي وویله، او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی به د کرنې پوهنځي د ظرفیت لوړولو، د عملي زده‌کړو پراختیا، د څېړنو پیاوړتیا او د محصلینو د علمي کچې د لوړولو په برخه کې اغېزمنې هڅې ترسره کړي.
همداراز نوي رئیس ښاغلي باوري هم په خپله وینا کې د غزني پوهنتون له مسؤلینو څخه د باور او مسئولیت مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د استادانو او کارکوونکو په ګډ کار سره به د کرنې پوهنځي د چارو د ښه تنظیم، علمي پرمختګ، د عصري کرنیزو میتودونو ترویج او د هېواد د کرنیز سکتور د اړتیاوو پوره کولو لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کرنې پوهنځی د غزني پوهنتون له مهمو پوهنځیو څخه دی، چې د مسلکي کادرونو د روزنې ترڅنګ د کرنې په برخه کې د څېړنو او عملي پروګرامونو له لارې د ټولنې د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 یکشنبه ، ۳۰ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳۰ قوس۱۴۰۴ه ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS