غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد عمومي کمېټې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Thu, Nov 27 2025 12:11 PM
oi

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته د دغه پوهنتون د عمومي رئیس په مشرۍ او ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه. 
په غونډه کې د کمېټې مشر د تېرې میاشتې د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د مثبتو لاسته راوړنو ترڅنګ یې د ځینو موجوده ستونزو یادونه هم وکړه. د غونډې ګډونوالو د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د محصلینو د فکري روزنې، د اخلاقي اصولو د پراختیا او د سالمې علمي فضا د ساتلو په موخه د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، په غونډه کې د راتلونکو تعلیمي او ارشادي پروګرامونو پلان وړاندې شو چې له مخې به د پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې وعظي غونډې، علمي ناستې او د محصلینو لپاره د مثبتو فرهنګي فعالیتونو تنظیم او پیاوړتیا ادامه ومومي.

د غونډې په پای کې د کمېټې مشر له ټولو غړو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ګډ کار، همغږۍ او هڅو په مټ به د پوهنتون علمي، اخلاقي او فرهنګي فضا لا نوره هم پیاوړې شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۶ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS