غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلينو ته د انساني خلقت مقصد او انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندي علمي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Wed, Nov 05 2025 2:56 PM
tr

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري ګڼ شمېر محصلینو ته د انساني خلقت مقصد او د انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندې  علمي سمینار ترسره شو. یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي د استاد شیخ محمد نسیم راشد له خوا وړاندې شو.
چې پکي د انسان د پیدایښت فلسفې، د خالق او مخلوق تر منځ اړیکې، د ژوند د هدف او د انساني مسؤلیتونو په اړه هر اړخیز علمي او شرعي توضیحات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه چې انسان د الهي ارادې له مخې د عقل، اختیار او مسؤلیت لرونکی مخلوق دی، او د ده د ژوند حقیقي ارزښت د الله تعالی د رضا تر لاسه کول او د بشري خیر لپاره هڅه کول دي.
د سمینار په پای کې ګډونوالو د استاد له ارزښتناکو څرګندونو مننه وکړه او د ورته علمي او فکري پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. .سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد


د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 ١٤ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ١٤ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS