غزني پوهنتون کې ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته د ١٨٠ تنو نویو بریالي شویو محصلینو د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې په موخه غونډه ترسره شوه.

قمري نېټه: ربیع الاول ،٦، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٨ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٣٠ ، ۲۰۲۵م
غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ١٨٠ تنه نویو بریالي شویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون پيژندنې اړوند ځانګړې برنامه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه، ورپسې د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل عزت الله سهاند د نويو محصلینو هرکلی وکړ او د هغوی د راتلونکي علمي سفر په اړه یې مهم ټکي له دوی سره شریک کړل. نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې ښه تحصیل او د نن ورځي درس او زحمت د سبا ورځي غوره او روښانه راتلونکی جوړوي او له محصلینو یې وغوښتل چې له وخت او فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.
وروسته د دغه پوهنځي یوتن استاد د پوهنتون او ژبو او ادبیاتو پوهنځي پېژندنې، تحصیلي څانګو او تحصیلي چاپېریال سره د بلدتیا او کریډیټ سیستم د لایحې تشریح اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت