غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته د لابراتوارونو د پېژندنې او ځانګړتیاوو په اړه یو ورځني ښوونیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
Wed, Aug 20 2025 3:40 PM
cv

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۶، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۹ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۰ ، ۲۰۲۵م

 غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د ټولو صنفونو محصلینو ته د لابراتوارونو د پېژندنې او ځانګړتیاوو په اړه یو ورځنی ورځني ښوونیز او معلوماتي سمینار ترسره شو. دغه سمینار د یاد پوهنځي له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی و.
د سمینار د پیل پرمهال د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي له محصلینو غوښتنه وکړه چې له بې ځایه وخت تېرولو ډډه وکړي او خپلو درسونو ته ښه متوجه شي او ټینګار یې وکړ چې محصلین دې د عملي زده کړو لپاره د لابراتوارونو څخه د سمې او اغېزمنې استفادې فرهنګ رامنځته کړي، څو په راتلونکي کې د ښوونې او روزنې په ډګر کې د نوښتګرۍ او کیفیت لرونکي خدمتونو وړتیا پیدا کړي.
وروسته د دغه پوهنځي د کیمیا څانګې استاد دوکتور دریاخان هڅاند د لابراتوارونو د ډولونو، د هغوی د عملي کارونې، د خوندیتوب اصولو او د ښوونې په بهیر کې د لابراتوارونو پر ارزښت چمتو کړی پریزینټېشن وړاندي کړ او څرګنده یې کړه چې د عملي تجربو ترسره کول د نظري زده کړو بشپړونکې برخه ده او د محصلینو د مسلکي روزنې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

همدارنګه، محصلینو ته د لابراتوارونو د استعمال اړوند ځانګړي مثالونه وړاندې شول او هغوی ته وښوودل شول، چې څنګه کولی شي د خپلو څېړنو او علمي تجربو لپاره له موجودو اسانتیاوو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

ګډونوالو دغه پروګرام د زده کړو د کچې د لوړوالي لپاره ګټور وباله او د پوهنتون له رهبري څخه یې غوښتنه وکړه چې ورته علمي او عملي پروګرامونه دې په دوامداره توګه ترسره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS