غزني پوهنتون کې استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه د علمي تحقیقاتو په برخه کې د استفادې اړوند دوه ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار دائر شو.

gu_user1
Mon, Jul 14 2025 3:37 PM
we

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۸، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۲۳، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۱۴، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځیو استادانو ته د څېړنو او علمي مجلې معاونیت په نوښت، "په علمي تحقیقاتو کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) څخه استفادې." تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمې او څېړنیز سیمینار ترسره شو.
د سیمینار پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت مرستیال پوهندوی احسان الله کامران پرانېستونکې وینا وکړه او ویې ویل :  "مصنوعي ځیرکتیا د معاصرې نړۍ د تحول یوه مهمه برخه ده. زموږ علمي ټولنه باید له دغې ټیکنالوژۍ څخه د څېړنو په برخه کې ګټه پورته کړي، څو موږ له نړیوال علمي پرمختګ سره همغږي وساتي." او زیاته یې کړه چې نور دیته ورته علمي کنفرانسونو او سیمینارونه یې هم ترتیب او تنظیم کړي چې وخت وخت به دائر شي.
وروسته د خاتم النبیین خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس دوکتور پوهنیار جلیل کریمي د مصنوعي ځیرکتیا( AI ) پېژندنه،  او د هغې بنسټیز اصول او نورو وسیلو پېژندنه لکه perpexlity، notebooklm او په علمي څېړنو کې د AI تطبیقات، څنګه لیکوالان کولی شي له AI څخه د ډیټا تحلیل، ژبني تصحیح، او ریفرنس جوړونې په برخو کې معلومات وړاندې شول او ګډونوالو ته وښودل شول چې څنګه دغه وسایل د څېړنیزو مقالو لیکنه اسانه کولای شي.

په اخیر کې استادانو دا سیمینار یو ارزښتناک ګام وباله او زیاته یې کړه زموږ لپاره دا مهم بحث و. موږ باید زده کړو چې څنګه له AI وسایلو څخه ګټه واخلو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS