د غزني پوهنتون مسؤلینو د نظم اصلاح، شفافیت او د محصلینو د ځینو ستونزو پر وخت حل په موخه د شپږ ګونو پوهنځیو له صنفي نماینده ګانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.

gu_user1
Tue, Jun 24 2025 3:33 PM
bm

ورځ: سه شنبه
۲۷ ذالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
۳ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جون ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون د رهبري مسؤلینو د ادارې له‌ خوا د نظم ټینګښت، اصلاحاتو پلي کېدو، شفافیت ته وده ورکولو، او د محصلینو ځینو ستونزو ته د ژر حل لارو موندلو په موخه د شپږ ګونو پوهنځیو له صنفي نماینده ګانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوی عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د محصلانو چارو سرپرست مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼی او د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر او د ټولو پوهنځیو صنفي نماینده‌ګانو شتون درلود.
چې پیل یې د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د غزني پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي  [منصور] د ناستې پرانیسته وکړه او ویې ویل:

د صنفي نماینده‌ګانو رول د نظم په ټینګښت او د محصلینو د نظرونو د انتقال په برخه کې ډېر ارزښتناک دی.
پوهنتون غواړي د محصلینو، استادانو او ادارې ترمنځ شفاف، حساب ورکونکی او د اصولو پر بنسټ تعامل رامنځته کړي.
د ټولو پوهنځیو په کچه باید صنفي نماینده‌ګان فعال وي او د نظم، حاضري، درسي کیفیت، او محصلینو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي. او له دوی یې غوښتنه وکړه چې د خپلسري رخصتیو څخه جداً مخنیوي او خپلو درسونو ته په خپل وخت حاضر شي.

دارنګه صنفي نماینده‌ګانو هم خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې له ادارې سره شریکې کړې. او هم مهاله مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د نظم او شفافیت لپاره به واضح طرزالعملونه ډیر ژر ترتیب او تطبیق شي او د محصلینو ستونزو ته به پر وخت او عادلانه رسېدنه کېږي. او د محصلینو ونډه به په پالیسیو جوړولو کې پراخه شي.

په اخیر کې د پوهنتون عمومي رئیس د صنفي نماینده‌ګانو له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ډول ناستې به دوامداره وي ترڅو د پوهنتون نظم، شفافیت او درسي بهیر ته لا وده ورکړل شي.
او ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده

 د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS