په غزني پوهنتون کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځینو بنسټیزو پروژو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به بشپړې شي.

gu_user1
Tue, Dec 17 2024 2:50 PM
qw

نېټې او ورځ : سه شنبه

هجري قمري: ۱۵ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۷ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ۱۷ دسمبر ۲۰۲۴

د لوړو زده کړو وزارت د غزني پوهنتون لپاره د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر بنسټیزو پروژو منظوري ورکړې ده، چې چارې یې دا مهال په چټکۍ سره روانې دي. ټاکل شوې چې دا پروژې به په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال م//و؟؟ل:..وي محمد جاوید خالد د یادو پروژو د ارزښت په اړه څرګنده کړه، چې د دې پروژو هدف د پوهنتون د اساسي اړتیاوو پوره کول او د تحصلي چاپېریال ښه کول دي. نوموړي وویل، چې په یادو پروژو کې دوه لویې او یوه وړه پروژه شامله ده.

د کرنې پوهنځي لپاره څېړنیز فارم، چې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت په شل جریبه ځمکه جوړېږي، چې چارې یې اوس مهال په چټکۍ سره روانې دي. یاد فارم به د کرنې پوهنځي محصلینو ته د نظري زده‌کړو ترڅنګ د عملي زده‌کړو زمینه هم برابره کړي.

او بله د لیلیې د خوړنځای ترمیماتي پروژه ده،د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت ترمیمېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د لیلیې محصلینو ته د خوړو د برابرولو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

او همدارنګه،د پوهنتون د احاطوي دیوال ترمیم،چې د سیلابونو او بارانونو له امله تخریب شویو برخو رغونه، او د بلاکونو شاوخوا جدولونه او پلې لارې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

مولوي خالد وویل: "د دغو پروژو بشپړېدل به د پوهنتون د فزیکي جوړښت د پیاوړتیا ترڅنګ د محصلینو لپاره د زده‌کړې چاپېریال نور هم ښه کړي.

مولوي خالد زیاته کړه، چې په راتلونکي کال کې د پوهنتون لپاره څو نورې مهمې پروژې هم پلان شوې دي،په یادو پروژو کې د غونډو لپاره د عمومي تالار جوړول او د طب پوهنځي د ودانۍ پاتې چارې بشپړول شامل دي.

د غزني پوهنتون اداره هیله څرګندوي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د محصلینو او استادانو ستونزې په پراخه کچه حل شي او د پوهنتون د تحصلي بهیر پرمختګ به نور هم ګړندی شي.

د نشراتو عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

Sun, Apr 07 2024 10:58 AM
Background image

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University was held under the title of Strategic Plan of Ghazni University!

The Strategic Plan of Ghazni University began on 24th of April 1403 according. . .

BACK TO NEWS