غزني پوهنتون د علمي او څېړنیزې ودې، علمې څېړنو د پیاوړتیا او څېړنیزو لاسته راوړنو د خپرېدو په موخه د علمي مجلې لسمه ګڼه چاپ کړه.
غزني پوهنتون د علمې څېړنو معاونیت د څېړنیزې ودې او پراختیا، د علمي څېړنو د پیاوړتیا او د څېړنیزو لاستهراوړنو د خپرېدو په موخه د خپلې علمي او څېړنیزې مجلې لسمه ګڼه چاپ کړه.
د علمې څېړنو معاونیت د مسؤلینو په خبره چې په دغه څېړنیزه مجله کې بیلابیل علمي او څېړنیز موضوعات چاپ؛ او د پوهنتون د مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو ترڅنګ، به له اړوندو اداراتو او د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو سره هم شریکه شي، څو د علمي تجربو، څېړنیزو موندنو او علمي معلوماتو د تبادلې زمینه لا پراخه او پیاوړې شي.
هېره دي نه وي چې د دې علمي خپرونې چاپ د غزني پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، د علمي فرهنګ د پیاوړتیا او د هېواد د علمي پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه
۱۴۴۸/۰۵/۲۴ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۸/۱۴ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۰۵م
