غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د معیارونو پېژندنې، ارزښت، ګټو، اړتیاوو او اړوندو مسؤلیتونو په اړه علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.
غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د لومړي او دوهم ټولګي محصلینو ته د معیار او کیفیت ادارې له لوري د معیارونو پېژندنې، ارزښت، ګټو، اړتیاوو او اړوندو مسؤلیتونو په اړه علمي او معلوماتي سمینار وړاندې شو.
د سمینار د پیل سره سم د غزني پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن؛ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادي اداري له هيئت څخه مننه وکړه چې د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک په اساس محصلینو ته وخت پر وخت په هیواد کې د معیارونو پر پېژندنه او اړونده برخه کې علمي سمینارونه ترسره کوي.
وروسته د کرنې پوهنځي رئيس پوهنمل ثابت احمد باوري د معيارونو په ارزښت او ګټو لنډه رڼا واچوله؛ او ورپسې د سمینار موضوع د معيار او کيفيت ادارې مسلکي غړي ښاعلي عبدالباسط وړاندې کړه، چې پرمهال یې محصلینو ته د خپل هیواد د معیارونو اهمیت، د معیاري زدهکړو د رامنځته کولو اړتیا، د کیفیت د لوړولو لارې چارې او د معیارونو په پلي کېدو کې د محصلینو مسؤلیتونه په روښانه او علمي ډول تشریح کړل.
هېره دي نه وي چې د سمینار موخه د محصلینو د معیارونو او کیفیت په اړه د پوهاوي لوړول، د معیاري زدهکړو د ارزښت درک پیاوړی کول او د کیفیت د تأمین په بهیر کې د هغوی د اغېزمن ګډون زمینه برابرول وو.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۰۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۳۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۱م
