غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د روغتیا، حفظ الصحې او سالم کاري چاپېریال د لا ښه تأمین په موخه د ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو اړوند معلوماتي او د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Wed, Sep 09 2026 2:27 PM
ty

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د اداري کارکوونکو د روغتیا ساتنې او سالم کاري چاپېریال د لا ښه تأمین په موخه د ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو اړوند معلوماتي او پوهاویز سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې استاد پوهنمل حبیب الله پائیز وړاندې کړ؛ چې پرمهال يې ګډونوالو ته د ساري ناروغیو پېژندنه، د انتقال د مخنیوي، د فردي او چاپېریالي حفظ الصحې د مراعاتولو، د سالم ژوند د اصولو او د بېړنیو پېښو پر مهال د لومړنیو مرستو د ترسره کولو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.
د سمینار موخه د اداري کارکوونکو د روغتیايي پوهاوي لوړول، د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د هغوی د مسؤلیت احساس پیاوړی کول او د سالم او خوندي کاري چاپېریال رامنځته کول و.
د غزني پوهنتون اداره د خپلو کارکوونکو د روغتیا ساتنې ترڅنګ، د روغتیايي پوهاوي د کچې لوړولو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو ترسره کول مهم بولي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۶ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۸ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۹م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS